د جنوبي افريقا د ناتال ایالت مشر پر ځايي وخت د اپريل په ۲۴ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په دغه ایالت کې د سختو سيلابونو له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۳۵ ته رسېدلی او ۵۴ تنه ورک دي.
دغو سیلابونو د جنوبي افريقا په ناتال ایالت کې ۱۷۴۸۸ کورونه ويجاړ کړي او ۱۲۱۶۸۷ وګړي يې سخت زيانمن کړي دي.
راپورونه وايي، چې د يادو سيلابونو له امله په ناتال ایالت کې ۶۲۷۸ کسان بې کوره شوي او سختو مرستو ته اړتيا لري او ۷۲۴۵ کسان بيا پنډغالو ته ليږل شوي دي.