د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۵مه نېټه ایمانويل مکرون ته د فرانسې د ولسمشر د بيا ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې چين او فرانسه دوه لوی خپلواک هېوادونه دي او د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ يې ډېر اهميت لري.
شي جين پينګ زياته کړې، چې هغه د چين او فرانسې ترمنځ اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر مکرون سره به د خپلواکۍ، متقابل تفاهم او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په موخه د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو دواړه هېوادونه او خلک يې ترې ګټې واخلي.
(غاټول)