شين جين پينګ: ځوانان دې د ملي بيا احيا لپاره هڅې وکړي
CMG2022/04/26 10:54:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲۵ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې له ژن مين (خلکو) پوهنتون څخه ليدنه وکړه او ځوانانو ته يې د دغه هېواد د مۍ څلورمې د ځوانانو ورځې په مناسبت مبارکي وويله

 او هيله يې وښوده، چې ځوانان د ملي بيا احيا لپاره هڅې وکړي، خپله ځواني ضايع نه کړي او د زمانې او ولسونو د هيلو پوره کولو لپاره زیار وکاږي.

شي جين پينګ د ژن مين پوهنتون ټولګي، موزيم او کتابتون له نږدې ولیدل، د تعليمي څېړنو او لاسته راوړنو اړوند وضعيت يې وڅاره او د استاذانو او محصلينو له استازو سره يې خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين خپل ځانګړی تاريخ، کلتور او دودونه لري، نو د خپلو ځانګړو او نړيوالو پرمختللو پوهنتونونو د ابادولو لپاره بايد د پرديو لارې چارې کاپي نه کړي، بلکې يوه نوې لار بايد ومومي. هغه زياته کړه، چې ښوونيزې چارې بايد په مينې او مسئوليت ترسره شي، استاذان دې هر محصل ته خپله مينه او احساسات ورکړي او د پرمختګ له فرصتونو  دې برخمن کړي. 

د چين ژن مين پوهنتون د چين د کمونېست ګوند لخوا جوړ شوی لومړی معياري پوهنتون دی ، چې په هيواد دننه د بشري او ټولنيزو علومو په برخه کې ډېر شهرت لري. شي جين پینګ په خپلو خبرو کې د دغه پوهنتون د بشري او ټولنيزو علومو له کارپوهانو هيله وښوده، چې نړيوالو ته د چين د ورپېژندنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي.

په چين کې د مۍ څلورمه نېټه د ځوانانو ورځ ده.

په چين کې د ۱۹۱۹م ميلادي کال په همدې ورځ د امپرياليزم او فيوډاليزم پرضد غورځنګ او نوې ډيموکراتيکه مبارزه پيل شوه او د دغه هېواد د انقلاب په تاريخ کې يوه ارزښتناکه پېښه ګڼل کيږي.