د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د اپريل په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی اعلان شوی او د فرانسې د ولسمشر په توګه به خپل ماموريت ته دوام ورکړي.
فرانسه د اروپايي ټولنې مهم غړی هيواد دی او هم د اروپا د يووالي د جريان او ستراتيژيکې خپلواکۍ د کليدي قوت په توګه بلل کيږي.
نړيوالې ټولنې په اروپايي وچه کې د جنګ د بيا رامنځته کېدو په درشل کې د ايمانويل مکرون بيا ټاکل کېدو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
د اروپايي شورا رئيس چارليز ميشل ويلي، چې په روانې ناارامې زمانې کې دغسې فرانسې ته اړتيا ده، چې پر ځان بسيا وي او ثابته کړي، چې د اروپايي ټولنې د خپلواکۍ لپاره خدمتونه کوي.
فرانسه پر ځان بسيا او په بهرنيو چارو کې د خپلواکۍ دود لري. ولسمشر مکرون د خپل ماموريت په لومړۍ دورې کې د فرانسې او اروپا د ستراتيژيکې بسيا توان د لوړوالي لپاره ډېرې هڅې کړي او په دې لټه دی، چې پر ملګرو هېوادونو اتکا کمه کړي.
کله چې فرانسې د تېر کال په سپتمبر کې د امريکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د اوتبل د همکاريز تړون له امله د ۶۵ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د استراليا سپارښتنه له لاسه ورکړه، مکرون ناهيلی شو او و يې ويل، چې امريکا تل خپلو ستراتيژيکو ګټو ته پاملرنه کوي، اروپايان بايد نور له ماشومانه نظريو څخه ډډه وکړي، له خوبه بايد بيدار شي او د بادارۍ د فشار پر وړاندې دې د خپل ځان د ثابتولو توان څرګند کړي.
مکرون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له فرانسويانو سره ژمنه کړې، چې د ماموريت د لومړۍ دورې تګلارو ته به دوام ورکړي او د لا خپلواکۍ او پر ځان بسيا فرانسې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي. نوموړي پر همدغې ادعا د فرانسويانو ملاتړ خپل کړی دی.
داسې ښکاري، چې مکرون به د ماموريت په دوهمې دورې کې له يو لړ ننګونو سره مخ وي او په تېره بيا د ده دريځ به د اوکراين مسئلې په تړاو په ډاګه کيږي، چې هغه به څنګه د دې مسئلې په اړه د فرانسې او امريکا د ګټو اختلافات حل کوي؟
د خبرو اترو له لارې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې حل د فرانسې له ګټو سره سمون لري.
مکرون څو څو ځلې ويلي، چې د تاوتريخوالي له سختېدو څخه بايد ډډه وشي، خو اروپا د امريکا په لمسون پر روسيې بنديزونه زيات کړي او اوس خپله د دغو کړنو له معکوسو اغېزو سره مخ ده.
د اروپايي ټولنې د شمېرنې له مخې، په تېر مارچ کې د يورو استعمالوونکو هېوادونو د پيسو پړسوب درجه ۷ اعشاريه ۴ سلنې ته لوړه شوې او نوی لوړ ريکارډ يې جوړ کړی دی. په دغو هېوادونو کې د انرژۍ او خوراکي موادو بيې په لوړېدو او د دې ستونزو په اړه د اروپايانو شکايتونه هم په ډېرېدو دي.
اروپا د امريکا د مجبورۍ له امله د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې قرباني او زيانمنه شوې ده، خو امريکا د اوکراين بحران د بنسټګر په توګه له دغه بحران څخه بيا ښې ګټې اخيستې دي، له يوې خوا يې ترې ډېرې پيسې ګټلي او پر روسيې يې فشارونه زيات کړي او له بلې خوا يې پر خپل ځان د اروپا اتکا ډېره کړې ده.
امريکا د اوږد مټ واک (long-arm jurisdiction) د اقداماتو له لارې پر اروپايي تصديو محدوديتونه او د خپل ملي امنيت په نوم يې پر اروپايي وارداتي توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي او بل د جنګ په ډګر کې د خپلو ملګرو هېوادونو له خبرولو پرته يې افغانستانه خپل ځواکونه وايستل. د امريکا له يادو کړنو ښکاري، چې دغه هېواد د خپلو ګټو په وخت کې خپل ملګري هيروي او هيڅ پاملرنه ورته نه کوي.
اروپا بايد مناسب ګامونه پورته کړي.
اروپا بايد له چين سره د اړيکو په چارو کې له ذکاوت او هوښيارۍ کار واخلي او په سمه توګه دې چين وپېژني او اړيکې دې ورسره وپالي.
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وندي شرمن په دې وروستيو کې له اروپايي ټولنې څخه د ليدنې پر مهال پر چين بې بنسټه تورونه لګولي او له دې لارې غواړي، چې د خپل مطلق خونديتوب او بادارۍ د ساتلو لپاره په خپله دسيسه کې اروپا، روسيه او چين حساب کړي. اروپا بايد د امريکا د دغه چل پر وړاندې بيداره واوسي.
اروپايان بايد د اروپا برخليک په خپل لاس کې ولري او ايمانويل مکرون بايد د اروپا د ستراتيژيکې خپلواکۍ ادعا عملي کړي. نړۍ خپلواکې اروپا ته اړتيا لري او اروپا مسئوليت لري، چې ناارامې نړۍ ته ثابت او څرګند عوامل برابر کړي.