د امريکا د فضايي سيلانيانو لومړۍ ډله چې په خپل لګښت فضا ته تللې وه، د اپريل په ۲۵مه نېټه بېرته ځمکې ته راستنه شوه.
ياده ډله له فضا څخه د امريکې د سپیس ایکس (SpaceX ) شرکت د ډراګون "Dragon" فضايي بیړۍ په وسيله ځمکې ته راستنه شوې او د دې هيواد د فلوریډا ايالت ساحل کې ښکته شوې ده.
د امريکا "ډراګون" فضايي بیړۍ د روانې میاشتې په اتمه نېټه د فلوریډا ایالت له کینیډي فضایي مرکز څخه وتوغول شوه او څلور سيلانيان یې نړیوال فضایي سټیشن ته ولیږدول.
ټاکل شوې وه، چې د فضايي سيلانيانو ياده ډله په لس ورځو کې ځمکې ته راستنه شوې وای، خو د فلوریډا ايالت په ساحل کې د خرابې هوا له امله د دوی راستنیدل ځنډول شوي وو.