د سین هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د اپریل په ۲۵مه نېټه د فلسطین مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې مباحثوي غونډې کې وینا کړې او په خپلو خبرو کې يې له فلسطین او اسرائیل څخه د سړه سینې د ساتلو غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي، چې چین د ملکي وګړیو په موخه له ټولو بریدونو سره مخالفت کوي.
جانګ جون زياته کړې، چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ وضعیت د نوې دورې ترینګلتیا سره مخ دی او دواړه خواوې د امنیت ګډ برخلیک لري، که د یوې خوا امنیت د بلې خوا د ناامنۍ پر بنسټ رامنځته کيږي، نو شخړې به پای ونه مومي.
نوموړي له دواړو خواوو په تېره اسرائیل څخه غوښتنه کړې، چې سړه سینه وساتي او د وضعیت د لا ترینګلتیا مخه دې ونیسي.
(هیله)