ایران: د اټومي خبرو اترو بیا پیل يې د اجنډا په سر کې دی
CMG2022/04/26 10:55:06
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اپريل په ۲۵مه نېټه ويلي، چې د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيزې موافقې د خبرو اترو بيا پيل يې د اجنډا په سر کې دی.

د ايران رسمي خبري اژانس د خطیب زاده په قول خبر ورکړی، چې د دې هيواد د بهرنیو چارو وزیر عبدال لهیان او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لوړ پوړي استازي يوسيف بوريل  څو ورځې مخکې په ټیلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې د اټومي خبرو اترو اوږدمهاله ځنډ د ایران پر وړاندې له بندیزونو سره اړیکې نه لري. خطیب زاده ويلي، چې د اټومي خبرو اترو بیا پیل د ايران د اجنډا په سر کې دی، خو د خبرو ځای او کچه نه ده ټاکل شوې.