روسیه: د اوکراین کړکیچ به د تړون په لاسلیک پای ته رسېږي
CMG2022/04/26 10:53:08
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د اپریل په ۲۵مه نېټه ویلي، چې د اوکراین کړکیچ به د يوه تړون په لاسلیک پای ته رسېږي، خو د نوموړي په وينا د دغه تړون محتویات بايد د پوځي عملیاتو د رښتينو حالاتو له مخې وټاکل شي. 

نوموړي په همدې ورځ د روسیې په یو ټلويزیوني خپرونې کې ویلي، چې روسیه به د نظامي عملیاتو په پيل کې پر خپلې غوښتنې ودريږي. سیرګي لاوروف دا هم ويلي، چې روسیې تر خپلې وسې پورې ملکي وګړيو ته د زیانونو د نه اوښتو په پار جدي تدبیرونه نيولي دي.
نوموړي زياته کړې، چې روسیې په استانبول کې د اوکراین غوښتنې تر غور لاندې ونېوې، خو وروسته اوکراين شاتګ وکړ او د امريکې په خاصو غوښتنو يې دريځ بدل او مختلف نظر یې وړاندې کړ او همدا د دې لامل شول، چې د روسیې او اوکراین خبرې اترې شا ته ولاړې شوې. (هیله)