ایلون مسک ټویټر په ۴۴ ميلیاردو ډالرو واخېست
CMG2022/04/26 11:03:26
شريکول:

ایلون مسک پر ځايي وخت د اپريل په ۲۵مه نېټه ټویټر په ۴۴ ميلیاردو ډالرو واخېست.

ټویټرهم رسمي خبر خپور کړی دی. ياد خبر وايي، چې د ټويټر بورډ په متفقه توګه د مسک له خوا د دې ادارې د اخيستلو وړاندیز تصویب او منلی دی.

کله چې د دې معاملې ټولې چارې بشپړې شي، نو ټویټر به د نیویارک له سهامي بازار څخه ووځي او بشپړ به حذف شي.

مسک هدف درلود، چې ټویټر خصوصي او يا شخصي وګرځوي.