چین : د ګردې نړۍ امنيت وړاندیز د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سمون لري
CMG2022/04/26 10:54:17
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د بو او اسیايي فورم د ۲۰۲۲م کلنۍ غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې په خپله وینا کې ګردې نړۍ ته د امنیت وړاندیز وکړ، چې د ډېرو هېوادونو د خلکو له هرکلي سره مخ شوی او موافقه يې ورسره ښودلې ده.
 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اپریل په ۲۵مه نېټه په یوه خبری ناسته کې وویل، چې دغه امنیتي وړاندیز د سولې، همکارۍ او پرمختګ په برخو کې د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سمون لري. 
وانګ ون بین وویل، چې د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي څو ورځې مخکې د یوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د ګردې نړۍ په امنیتي وړاندیز کې هغو پوښتنو ته، چې نړۍ څه ډول امنيتي نظر ته اړتیا لري او بېلا بېل هېوادونه باید څنګه ګډ امنیت وساتي؟ ځوابونه ورکړل شوي دي. 
چين په دغه امنيتي وړاندیز کې د نړۍ د سولې کسر ته د جبران ورکولو او د نړیوالو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره خپله ځيرکتيا او لایحه وړاندې کړې ده. 
چین ګردې نړۍ ته د امنيت وړاندیز کړی او خپله یې هم دغه وړاندیز تطبیق کړی دی. (هیله)