چين: په سليمان ټاپوګان کې د پوځي اډې خبر حقیقت نه لري
CMG2022/04/26 11:06:31
شريکول:

 د استراليا صدراعظم سکوت موريسن په دې وروستيو کې د چين او سليمان ټاپوګانو تر منځ د امنيتي همکاريو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۵ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې هغه خبر چې ګواکې چين په سليمان ټاپوګانو کې پوځي اډه جوړوي، جعلي دی او هیڅ حقیقت نه لري.

وانګ ون بين وويل، د چين او سليمان تر منځ همکارۍ د دواړو هېوادونو د متقابل درناوي، مساوات او ګډو ګټو پر بنسټ ترسره کيږي او له نړيوالو قوانينو سره سمون لري.

نوموړي زياته کړه، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا تر منځ د درې اړخيزو همکاريو تړون شفاف نه دی، خو پوښتنه دا ده، چې ياد هېوادونه به څه وخت دغه تړون سيمه ييزو هيوادونو ته وړاندې کړي؟

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې سليمان ټاپوګان خپلواک دي او د امريکا او يا استراليا برخې يا کالونۍ نه دي.