وانګ ون بين: امريکا يو هېواد ویجاړ کړی
CMG2022/04/26 18:34:55
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل پر ۲۶مه نېټه وويل چې امريکا بايد سمدلاسه کنګل شوې افغان شتمني ازاده کړي، په افغانستان کې د تېري شل کلنې جګړې د دوام  له کبله  دې افغانانو ته تاوان ور کړي او هغو مجرمينو ته دې سزاوې ورکړي چې بی ګناه افغانان يې وژلي دي.

د خبر له مخې د م م د بشري حقونو ۱۴ تنو خپلواکو کارپوهانو د اپرېل پر ۲۵مه نېټه د يوې اعلامیې په خپرولو سره د امريکا له خوا د افغان شتمنيو د کنګل کېدو پر کړنې نيوکه کړې او ويلي يې دي چې ياده کړنه د افغان میرمنو د ژوند د خرابوالي سبب کيږي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه ويلي چې په تېرو شلو کلونو کې امريکا پر افغانستان يرغل کړی او د څه باندې دېرش زرو ملکيانو په شمول يې ۱۷۴ زره افغانان وژلي دي. د دې ترڅنګه د دې جګړې له کبله نژدې ۳/۱ برخه افغانان کډوال شوي، څه باندې نيمه برخه افغانان له لوږۍ سره مخ دي او په دغه هېواد کي بې ساري بشري ناورين هم رامنځته شوی دی.

هغه زياته کړه چې امريکا يو هېواد او د یوه نسل راتلونکی يې ويجاړ کړی او په اخر کې يې له دې هېواد تر وتلو وروسته افغان شتمني غلا کړې ده. له دې څخه ښکاري چې د اصولو پر بنسټ د نړيوال نظام د جوړولو په موخه د امريکا ظالمانه کړنه د افغانستان څخه له ورایه ښکاريږي.