د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۵مه نېټه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې بېجينګ د امريکا او اروپا هغه غير منطقي عملونه په ټينګه ردوي، چې پر چين یې بې ځايه تورونه لګولي او له همدې لارې هڅې کوي، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې وکړي.
د خبر له مخې، امريکا او اروپا په دې وروستیو کې د چین په اړه درېیم ډیالوګ ترسره کړی او د تایوان او شينجيانګ مسئلو په اړه يې تش په نوم اندیښنې څرګندې کړې دي.
وانګ ون بين په دې اړه وويل، امريکا د ډيموکراسۍ او د بشري حقونو د اصولو او نظم په نوم، د تفرقې رامنځته کولو، جنجالونو ته د لمن وهلو او نورو ته د زیان رسولو او د ځان په ګټه چارې ترسره کوي.
د امريکا کړنې نه يوازې د وړو او کمزورو هېوادونو ګټې زيانمنوي، بلکې د اروپايي هيوادونو په څېر متحدين به يې هم د خود غرضۍ ښکار وګرځي او درنې بیې به یې پرې کړي.
نوموړي هيله وښوده، چې اروپايي ټولنه واقعيتونه درک کړي او له ظالمانو سره مرسته ونه کړي.