روسیه پر بلغارستان او پولنډ طبیعي ګاز بندوي
CMG2022/04/27 10:16:45
شريکول:

د بلغارستان انرژۍ وزارت د اپریل په ۲۶مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې روسیې په همدې ورځ ورته خبر ورکړی، چې د روانې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه به پرې طبیعي ګاز په لنډ مهاله توګه بند کړي.
اعلاميه زياتوي، چې بلغارستان اړوند تدبیرونه نیولي او اوس  د طبیعي ګاز پر مصرف محدودیت اړتیا نه شته.
د پولنډ د پټروليم او طبیعي ګاز شرکت هم په همدې ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې روسیې ورته د طبیعي ګاز د لنډمهاله بندېدو خبر ورکړی دی. (هیله)