روغتيا نړيوال سازمان: نړۍ بايد د کرونا د مخنيوي او کنټرول له هڅو لاس وانخلي
CMG2022/04/27 10:33:18
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۶ مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په نړۍ کې د کرونا وبا د ټېسټ شمېرې په شدت کمې شوي او له دې امله پر دغې وبا د اخته کسانو شمېر او د مړو کسانو شمېرهم پوره کم شوی دی، خو نړۍ بايد د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له هڅو لاس وانخلي.

د دې سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې تېره اوونۍ په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر له ۱۵ زرو څخه زيات و او دغه شمېر يې د ۲۰۲۰ م کال له مارچ راهيسې تر ټولو کم اوونيز شمېر بللی دی.

نوموړي زياته کړې، چې په زياتو هېوادونو کې د کرونا وبا د ټېسټ شمېر کم شوی او د دغې وبا د خپرېدو په اړه د دې سازمان تر لاسه شوي مالومات هم کم شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۲۶مې نېټې د شپې تر ۷ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې ۳۷۹۰۸۴ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۰۸۰۴۱۲۵۳ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۷۱۸ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۲۲۴۲۲۰ ته رسېدلی دی.