پوتين: له اوکراین سره د کړکیچ د ډيپلوماتیک حل هيله لرو
CMG2022/04/27 10:41:45
شريکول:

 د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د اپریل په ۲۶مه نېټه په مسکو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریس سره په ليدنه کې ويلي، چې روسیه له اوکراین سره د سولې خبرې نه ردوي او هیله يې ښودلې، چې په ډيپلوماتیکو لارو ورسره يو تړون لاسلیک کړي. 
کريملين ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې پوتین د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټریش سره د روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو او د اوکراین وضعیت په اړه خبرې کړې دي. (هیله)