د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېټې مشر او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د ماليې او اقتصاد کمېسيون مشر شي جين پينګ د اپريل په ۲۶مه نېټه د نوموړي کمېسيون د يوولسمې غونډې مشري کړې ده.
په دغه غونډه کې د چين د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ د پياوړتيا چارې او د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس راهيسې د دغه کمېسيون د پريکړه ليکونو د عملي کېدو حالت څارل شوی دی.