په فضا کې ژوند څنګه دی؟ چيني ماشومانو په فضا کې ژوند داسې انځور کړی دی
CMG2022/04/27 15:23:55
شريکول:

په فضا کې ژوند څنګه دی؟

چيني ماشومانو په فضا کې ژوند داسې انځور کړی دی

د چين ساينس موزيم ۶۰ داسې انځورونه نندارې ته وړاندې کړي، چې د دغه هېواد د ماشومانو لخوا انځور شوي دي.

چيني ماشومانو په دغو انځورونو کې په فضا کې د ژوند په اړه خيال وړاندې کړی دی.

 ۳ چيني ستورمزلو په فضا کې د چيني فضايي سټېشن د جوړولو په موخه شپږ میاشتې علمي کارونه ترسره کړل او د روانې مياشتې په لومړيو کې ځمکې ته راښکته شول.

تاسې فضا ته سفر غواړئ؟

ستاسو په ‌فکر فضايي ژوند به څنګه وي؟

مونږ ستاسو هرکلی کوو، چې خپل فکر او خيال وپنځوئ او انځورونه يې راوليږئ، موږ به ترې غوره انځورونه انتخاب کړو او د چين د ساينس موزيم ادارې ته به یې وسپارو.