د پاکستان د کراچۍ کنفوسيوس پوهنځي ته نږدې د اپريل د ۲۶مې نېټې په ماسپښين پر يوه بس ځانمرګي بريد وشو، چې له امله يې ۳ چيني استادان ووژل شول او يو بل يې ټپي کړ.
په دغه بريد کې پاکستانيانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اپريل په ۲۷مه نېټه په قهر ياده پېښه وغندله او پر وژل شويو کسانو يې خواشيني څرګنده کړه او د دوی کورنيو او ټپيانو ته يې د همدردۍ مراتب وړاندې کړل.
د چين بهرنيو چارو وزارت او په پاکستان کې د چين سفارت او قونسلګرۍ د دغې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د بېړني چلند ميکانيزم پيل کړی دی.
د چين بهرنيو چارو وزارت مرستيال وو جيانګ هاو په چين کې د پاکستان له سفير سره تلېفوني خبرې کړي او غوښتنه يې ترې کړې، چې پاکستان باید د دې پېښې په اړه بشپړه پلټنه وکړي او جزيات یې بايد ورسره شريک کړي.
نوموړي ويلي، چې پاکستان بايد د بريدګر ملاتړي ونيسي او د قانون منګولو ته يې بايد وسپاري او په دغه هيواد کې د چينايانو د خونديتوب لپاره بايد ډاډمن تدبيرونه ونيسي.
په پاکستان کې د چين سفارت او په کراچۍ کې د چين قونسلګري د پاکستان له اړوندو ادارو سره د يادې پېښې په تړاو په پلټنو او مالوماتو بوخت دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اپريل د ۲۶مې نېټې په شپه د چين سفارت ته ورغلی او هلته يې پر وژل شويو کسانو خپګان څرګند کړی او ژمنه يې کړې، چې د پاکستان حکومت به د دې پېښې په اړه ژوره پلټنه او د بريدګر ملاتړو ته به سخته سزا ورکړي او په پاکستان کې د چين وګړو، پروژو او دفترونو د امنيت د ساتلو چارې به لا پياوړې کړي.
نوموړي ويلي، چې د سيند ایالتي ادارې د پېښې د پلټنې او د بريدګرو د نيولو په چارو بوختې دي.