د امريکا مرستياله ولسمشره پر کرونا اخته شوې
CMG2022/04/27 10:02:04
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر مرستيالې کماله هاريس مطبوعاتي سکرتر الان د اپريل په ۲۶ مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د کماله هاريس د کرونا وبا ټېسټ پايله مثبته ختلې ده.

اعلاميه وايي، چې هاريس د کرونا وبا هیڅ نښې نښانې نه لري، خو په خپل کور کې به قرنطين شي او له همغه ځایه به دفتري چارې ترسره کړي.