چین نړۍ ته د ارټيميسينين ارزښتناکه ډالۍ ورکړې
CMG2022/04/27 14:55:54
شريکول:

د کینيا د ساري ناروغیو متخصص ګیلاوګوي وايي، چې په نړۍ کې به له ارټيميسينين (Artemisinin) درمل پرته ډېر ماشومان د ملاریا له امله مړه شوي وای، خو له نيکه مرغه د دغو درملو په جوړېدو او کارولو سره په پرمختيايي هېوادونو کې پر ملاریا اخته ماشومان ډېر ژر روغتيا ترلاسه کوي.

۲۰۲۲م کال د ارټيميسينين درمل د جوړېدو له ۵۰مې کلیزې سره برابر دی.

چين ۵۰ کاله مخکې د تو يو يو په استازیتوب د ساینس پوهانو په مټ د ملاريا ضد ارټيميسينين درمل جوړ کړل او په هيواد کې دننه يې د ملاريا ناورغي په بشپړه توګه له منځه يوړه.

چين د ملاريا ناروغۍ په مخنيوي کې لوی برياليتوب ترلاسه کړی او نړۍ ته يې ياد درمل ډالۍ کړي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۵مه نېټه د ارټيميسينين درمل د اختراغ د ۵۰مې کليزې او د بشري روغتيا د ګډې ټولنې د جوړېدو د نړيوال فورم د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې چين د ارټيميسينين په اختراع او ترويج کې د ملاریا د مخنیوي او کنټرول او د انسانانو د روغتیا لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

د کارپوهانو په وینا، د ملاریا په درملنه کې ارټيميسينين چټک تاثیر او لږ جانبې عوارض لري او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پيدا کيږي او کارول یې هم اسانه دي.

رټيميسينين په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی

روغتیا نړیوال سازمان ارټيميسينين له ۲۰۰۰م کال راهیسې، د ملاریا ضد لومړی انتخاب بللی او احصایې يې ښيي، چې ارټيميسينين په ټوله نړۍ کې د ميلیونونو کسانو ژوند ژغورلی او هر کال د سلګونو ميليونو ناروغانو په درملنه کې ترې کار اخيستل کيږي.

چين د پرمختيايي هېوادونو لپاره د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې، د ملاريا ضد لسګونه زره طبي کارکوونکي روزلي، له ۳۰ هېوادونو سره يې د ملاريا د مخنيوي او کنټرول مرکزونو په جوړولو کې مرسته کړې او ٧٢ پرمختيايي هېوادونو ته يې ٢٨ زره مرستندويه طبي کارکوونکي لېږلي دي.

 ارټيميسينين نړۍ ته د چين يوه ارزښتناکه ډالۍ ده

چين نړۍ ته په داسې حال کې يو ځل بيا د مرستې لاس ورغځولی، چې کرونا وبا پکې خپره شوې او دغې وبا د ټولو هيوادونو چارې ټکنۍ کړې دي.

چين تر اوسه پورې د نړۍ ۱۵۳ هېوادونو او ۱۵ نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا ضد سلګونه ميليارډه بېلا بېل توکي او څه دپاسه ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته يې د ۲.۲ ميليارډه دوزه واکسينونه برابر کړي او د دې وبا د له منځه وړلو په برخه کې يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

د مصر د روغتیا مرستیال وزیر محمد حسني وايي، چې چین نورو هېوادونوسره د واکسینونو ډېرې مرستې کړي او د دواړو هېوادونو طبي همکاريو په مصر کې د واکسین کولو کچه ۷۰ سلنې ته رسولې ده.

د بو او اسيايي فورم د نړيوالې روغتيا مشرې مارګريت چان ويلي، چې چين نه يوازې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره، بلکې له نړۍ سره يې هم د امکان تر حده مرسته کړې ده.

چين خپلې ژمنې پوره کوي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د ملاريا او کرونا وبا پر ضد اوږه په اوږه مبارزه کوي.