د فرانسې د اساسي قانون شورا د اپريل په ۲۷ مه نېټه اعلان کړی، چې د دغه هېواد اوسني ولسمشر ایمانویل مکرون د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې د زياتو رايو په ګټلو سره بريالی شوی او ماموريت ته به يې دوام ورکړي.
د فرانسې د اساسي قانون شورا په همدې ورځ پر خپلې وېبپاڼې د ولسمشريزو ټاکنو د رايګيرۍ د دوهم پړاو نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې مکرون ۱۸ ميليونه، ۷۶۸ زره او ۶ سوه رايې تر لاسه کړي، چې دغه رقم د ټولو اعتباري رايو ۵۸.۵۵ سلنه برخه نيولې ده.
دغه شورا ويلي، چې د مکرون د ماموريت نوې دوره به د روان کال د مۍ په ۱۴مه نېټه پيل شي.