شي جين پینګ د کارګرو د نوښت او تبادلې لومړۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/04/28 15:11:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۷مه نېټه د کارګرو د نوښت او تبادلې لومړۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او ټولو ګډونوالو ته يې د کارګرو نړيوالې ورځې مبارکي ويلې ده.

نوموړي په دغه پيغام کې تخنيکي کارکوونکي د چين د توليدي او ابتکاري چارو مهم ځواک بللی او ويلي يې دي، چې کارګره طبقه او د کارګرو لویه ډله بايد د نمونوي کارګرو روحیه وهڅوي او د اوسنۍ نړۍ د علمي او صنعتي بدلونونو اړتياوو ته په کتو دې د خپلو مهارتونو د لوړوالي لپاره زيارونه وباسي او د هېواد د باکيفيته پرمختګ، غښتلي تولیدي هېواد د ګرځېدو او د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ لپاره دې خپل خدمتونه وکړي.

د مۍ لومړۍ نېټه د کارګرو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب ټولو کارګرو ته د مۍ لومړۍ نېټې يا د کارګرو نړيوالې ورځې مبارکي ويلي او د دوی د روغتيا او خوشحالۍ هيله يې ښودلې.