د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړي هېوادونه د شخړو حل ميکانیزم کې اصلاحات غواړي
CMG2022/04/28 11:45:04
شريکول:

سوداګرۍ نړيوال سازمان په ځايي وخت د اپريل په ۲۷مه نېټه د شخړو حل د ميکانيزم په اړه غونډه تر سره کړې ده.

د مکسيکو استازي د ۱۲۳ هېوادونو په استازيتوب يادې غونډې ته وينا کړې او د مرافعې ادارې د ټاکنې پروسې د پيل مسوده يې وړاندې کړې ده. 

د مکسيکو استازي ويلي، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ډېرو غړو هيوادونو ياده مسوده وړاندې کړې او د مرافعې ادارې پر اوسني حالت يې د دوی اندېښنه څرګنده کړې ده.

 د سوداګرۍ نړيوال سازمان د شخړو د حل ميکانيزم تر بدې اغېزې لاندې راغلی او د غړيو هېوادونو ګټې يې ډېرې زيانمنې کړې دي.

د سوداګرۍ څه باندې ۲۰ پلاويو د تجارت د څواړخيز ميکانيزم د ثبات لپاره د تجارت نړيوال سازمان د شخړو حل ميکانيزم پر اهميت ټينګار کړی او له له ټولو غړو څخه يې غوښتي،‌ چې رغنده بحثونه وکړي او د شخړو حل ميکانيزم دې بيا په کار واچوي.