د روسيې او چين ترمنځ د اورګاډي لومړی پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه پل د روسيې د نيزنيلنينسکويي او د چين تر تونګ جیانګ سيمې ترمنځ غځيدلی، چې د پټلۍ د پل اوږدوالی يې څه باندې ۲۲۰۰ متره دی.