په چين کې بهرنۍ پانګونې نوی ريکارډ جوړ کړی
CMG2022/04/28 11:04:02
شريکول:

 د چين د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې د اپريل په ۲۷مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د نړیوالو عايداتو او مصارفو ترمنځ موازنه ښه بلل شوې او په يادې مودې کې په چين کې ۱۰۷ ميليارډه ډالره بهرنۍ پانګونه شوې، چې د تاريخ نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د چين د مين شنګ بانک د اقتصادي چارو سر څېړونکی ون بين وايي، ياد راپور دا ښيي، چې د چين د اقتصاد بنسټ ټينګ دی او پټ توان لري او بهرنی پانګوال پر چين باور لري او غواړي په دغه هيواد کې پانګونه وکړي.