امریکا باید نړۍ ته د افغانانو د بشري حقونو په اړه ځواب ووايي
CMG2022/04/28 14:59:39
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۱۴ کارپوهانو څو ورځې مخکې د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له امریکې غوښتي، چې د افغانستان د مرکزي بانک څو ميلیارډه ډالره شتمني ازاده کړي. دوی په دغه ګډه اعلامیه کې د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې د بشري حقونو نړیواله دنده پر غاړه واخلي، یواړخیز عملیات دې پای ته ورسوي او د افغانستان د بشري کړکېچ د حل لپاره دې له نړیوالې ټولنې سره ګډ کوښښونه وکړي.

په دغې ګډې اعلامیې کې د امريکا غندنه شوې او پکې ويل شوي، چې امريکا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي او د ډېرو هیوادونو پر بشري حقونو يې تيري کړي دي.

د نړیوالو ادارو ارزونې ښيي، چې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو زیات خلک د خوراکي توکو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري او شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي يې کافي خواړه نه لري او پر دې سربېره له ۴ میلیونو زیات افغانان بې کوره شوي دي.

امریکا د افغانانو د بشري بحران سرچینه ده.

 امریکې په ۲۰۰۱م کال کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د افغانستان جګړه راپورته کړه، خو له حل يې پښې سپکې کړې.

 په دغه شل کلنه جګړه کې څه باندې ۱۰۰ زره ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې او ۱۱ میلیونه خلک يې کډوال کړي دي.

امریکايي ځواکونه د تېر کال په اګیست کې د خپلې ستراتيژۍ د تنظیم په پار ناڅاپي له افغانستان ووتل. د امريکې ولسمشر جوبايډن د روان کال په فبرورۍ کې یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوي ۷ میلیارډه ډالره په دوو برخو ویشل شوي او نیمه برخه یې د سپتمبر ۱۱ پېښې قربانيانو ته ځانګړي کړي دي.

څو ميلیارډه ډالره د واشنګټن لپاره نه، خو د جنګ ځپلي افغانستان لپاره ډېر مهم او اړين دي، ځکه افغانستان اوس د بیارغونې په حال کې دی.

امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو لا هم غواړي د افغانانو برخلیک کنټرول کړي، چې دا بیا بيخي بې شرمه او د نه منلو کړنه ده.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکی داود نقیب الله وايي، چې افغانان د سپتمبر ۱۱ پېښې کې لاسه نه لري، نو امریکا دا حق نه لري، چې د افغانانو شتمني د دغې پېښې قربانيانو ته ورکړي.

ځيني نور شنونکي پر دې اند دي، چې امریکې افغانستان ویجاړ کړی او اوس يې شتمني هم غلا او لوټماري کوي.

امریکې چې په افغانستان کې کومې کړنې ترسره کړي، د نورو هیوادونو پر حاکمیت او بشري حقونو د څرګند تيري يوه نمونه ده.

امريکې اوس د اوکراین کړکیچ راپورته کړی او په تېرو دوو میاشتو کې يې دغه هيواد ته د ۳.۷ میلیارډو په ارزښت نظامي مرستې برابرې کړي او لا هم پر ترینګلي وضعیت تیل شيندي.

د امریکايي سیاستوال پر دې اند دي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه به نوره هم وغځېږي او امریکا به لا زیاتې ګټې تر لاسه کړي.

اوس څه باندې ۵ میلیونه اوکراینيان څنګلورو اروپايي ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي او امريکې هم ویلي، چې سل زره اوکرایني کډوال به ومني، خو په تېره مارچ میاشت کې يې یوازې ۱۲ اوکراینان منلي دي.

د افغانستان د یو ملکي سازمان استازي وايي، چې امريکې هم په افغاستان او هم په اوکراین کې او حتی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بحرانونه راپورته کړي او د نړۍ د ډېرو ننګونو سرچینه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو يادو کارپوهانو له امریکا څخه غوښتنه کړې، چې نړۍ ته د افغانانو د بشري حقونو په اړه بايد ځواب ووايي.