سي اېم جي د چینګ ځانګ لوړې د دويمې عمومي علمي څېړنېزې ډلې په قول خبر ورکړی، چې د سترې دندې په نوم د ماونټ ايوريسټ غره علمي څېړنيز کارونه يې د اپرېل په ۲۸مه نېټه پيل کړي دي.
چین د شلمې پېړۍ له پنځمې لسيزې څخه د ماونټ ايوريسټ غره په اړه شپږ ځلې علمي څيړنيز کارونه ترسره کړي دي.
د چين دغه علمي څيړنيزه ډله به د ياد غره په هغو سيمو کې څيړنيزې دندې تر سره کړي، چې د سمندر له سطحې څخه اته زره متره لوړوالی لري، که څه هم دا يو ستونزمن کار دی، خو د چين لپاره ستر کار ګڼل کيږي.