د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د کراچۍ په چاودنې کې پر وژل شويو چينايانو خپګان څرګند کړ
CMG2022/04/28 11:46:19
شريکول:

د پاکستان د بهرنيو چارو نوي وزير بلاول بوټو زرداري د اپريل په ۲۷مه نېټه په پاکستان کې د چين سفارت ته ورغلی او هلته يې د کراچۍ د کنفوسيوس پوهنځي پر بس د ځانمرګي بريد له امله پر وژل شویو چيني استادانو خپګان څرګند کړی دی.

نوموړي له چيني خبريال سره په مرکې کې د دغه ترهګريز بريد سخته غندنه کړې، پر وژل شويو کسانو يې خواشيني څرګنده کړې او د دوی خپلوانو ته يې د همدردۍ مراتب وړاندې کړي دي.

 

بلاول ويلي، چې د پاکستان بېلا بېلې حکومتي ادارې د دې پېښې د پلټنې په پار نږدې همکارۍ کوي او ډاډ يې ښودلی، چې ډېر ژر به ټول بريدګر د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي ژمنه کړې، چې هغه کسان به خامخا سزا ويني، چې غواړي د پاکستان او چين ترمنځ اړيکو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز ګټو ته زيانونه ورسوي.

هغه زياته کړې، چې د پاکستان حکومت د کابينې يوه ځانګړې غونډه تر سره کړې او په پاکستان کې د چينايانو د خونديتوب د تامين په اړه يې بحثونه کړي دي.