روسيه د امريکا له تړونه د سرغړونې احتجاج کوي
CMG2022/04/28 11:41:45
شريکول:

  د روسيې د نظامي ټکنالوژۍ ادارې د اپريل په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره امريکا ته احتجاج څرګند کړی، چې په ناقانونه توګه يې اوکراين او نورو هېوادونو ته د روسيې او پخواني شوراوي اتحاد جوړې شوې وسلې سپارلې دي.

په دغو وسلو کې د ايم ای - ۱۷ ډول ۱۱ چورلکې هم شاملې دي، چې د روسيې او امريکا ترمنځ د ۲۰۱۱م کال د لاسليک شوي تړون له مخې يې افغانستان ته برابرې کړې وې، خو اوس امريکا يادې الوتکې او ځيني نور تجهيزات اوکراين ته ورکړي دي.

د روسيې د نظامي ټکنالوژۍ ادارې په يادې اعلاميې کې په اشارې ويلي، چې د امريکا دغه کړنه د نړيوالو قوانينو له بنسټ او د روسيې او امريکا ترمنځ د لاسليک شوي تړون څخه څرګنده سرغړونه ده.

د امريکا دفاع وزارت د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې امريکا په دې اړه معلومات نه لري چې دغه وسلې به په اوکراين کې د څه لپاره د چا لخوا وکارول شي .

د امريکا دغه ډول کړنې به په ګردې نړۍ کې د ترهګرۍ ګواښ نور هم زيات کړي.