امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات پرېښودلي
CMG2022/04/28 11:39:55
شريکول:

سي اېن اېن د اپريل په ۲۷مه نېټه هغه راپور خپور کړی، چې د امريکا د دفاع وزارت له خوا ملي کنګریس ته وړاندې شوی دی.

 په دغه راپور کې ويل شوي، چې امريکايي ځواکونو تېر کال له افغانستان څخه د وتلو پر مهال هلته د ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات پرېښودلي دي.

راپور وايي، چې امريکا له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې افغانستان ته د ۱۸.۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات ليږلي او له دې جملې څخه د ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه برخه يې په افغانستان کې پرېښودلي، چې پکې د الوتنې دستګاوې، توغندي، نظامي موټرونه او مخابراتي سامان الات هم شامل دي.

د امريکا دفاع وزارت په دغه راپور کې ويل شوي، چې امريکايي ځواکونه نه غواړي، چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي او دغه تجهيزات راټول کړي او يا يې له منځه يوسي.