روسيه د ملګرو ملتونو د سيلانيزو چارو له نړيوال سازمان څخه وځي
CMG2022/04/28 11:02:21
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۲۷مه نېټه په يوه اعلامیه کې ويلي، چې روسيه به د ملګرو ملتونو د سيلانيزو چارو له نړيوال سازمان څخه ووځي.

 اعلاميه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د سيلانيزو چارو نړيوال سازمان په حقيقت کې داروپايي ټولنې لخوا کنټروليږي او د خپلو ګټو په موخه يې کاروي.

روسيه وايي، چې د سيلانۍ نړيوال سازمان يې پر ضد تبليغاتي فعاليتونه او د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د سياسي موخو لپاره غير قانوني چارې ترسره کوي او د لویدیځو هيوادونو د ګواښ او ډار له امله یې د روسيې چارې بندې کړې دي. 

اعلاميه زياتوي،‌ چې روسيه دا مناسبه نه بولي، چې د ياد سازمان په چوکاټ کې کارونو ته دوام ورکړي او پرېکړه يې کړې، چې له دغه سازمان څخه ځان ووځي.