خوست ولايتي روغتون ته ډېر ناروغان ورځي.
ډاکټران يې وايي، چې اوس د جنګ له ډګره ټپيان نه ور وړل کيږي، خو ناروغان يې ډېر شوي او هم د درملو له کمبود سره مخ دي.
زموږ خبريال ياد روغتون ته ورغلی او هلته له ډاکترانو او پايوازانو سره غږېدلی دی.