امنيت شورا د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر موټر ځانمرګی بريد وغانده
CMG2022/04/29 14:52:14
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اپريل په ۲۸ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې او د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر موټر ترهګريز بريد يې په کلکو ټکو غندلی دی.

د ياد ترهګريز بريد له امله ۳ چینايان او يو پاکستانی وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.  

بلوچ ليبرېشن ارمي د دغه بريد مسئوليت منلی دی.