امريکا نور هېوادونه تشويقوي، چې اوکراين ته نظامي تاسيسات وليږي
CMG2022/04/29 14:44:44
شريکول:

د امريکا په مشرۍ لويديځو هېوادونو د بندونو په لرې کولو سره په پرله پسې ډول اوکراين ته د درنو وسلو په شمول بېلا بېل نظامي تاسيسات ليږي.

د روسیې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اپريل په ۲۵مه نېټه د امريکا په مشرۍ پر ناټو نيوکه کړې، چې په واقعيت کې دوی د اوکراين په نوم له روسیې سره جګړه کوي.

د امريکا د دفاع وزير لويډ اوسټين د اپريل په ۲۶مه نېټه د څو هېوادونو د دفاع وزيرانو د يوې غونډې مشري کړې او دغه هېوادونه يې تشويق کړي، چې اوکراين ته لا زياتې وسلې  وليږي، خو روسیې ته يې بیا ويلي، چې امريکا به ورسره په جګړه کې ښکېله نه شي.

د بريتانيې بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۲۷مه نېټه له ځينو ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې اوکراين ته جنګي الوتکې برابرې کړي او اعلان يې کړی، چې دغه هېواد به د ملي دفاع لګښت هم زيات کړي.

نوموړي ويلي، چې لويديځ هېوادونه به د اوږد مهال لپاره تياريانې ونيسي او اوکراين ته به لا زيات نظامي تاسيسات  وليږي.