د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيوروغونډه تر سره کړه
CMG2022/04/29 15:35:03
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د اپريل په ۲۴مه نېټه يوه غونډه تر سره کړې او د هيواد د اوسني اقتصادي وضعت او کارونو په هکله يې څيړنې کړي او د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د استعداد لرونکو کسانو د روزنې پلان په هکله يې بحث کړی دی.

 د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کړې ده.

په دغه غونډه کې دې ته اشاره شوې، چې د هيواد د مختلفو سيمو بېلا بېلو ادارو د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې په ټينګې لارښوونې د روان کال له پېل راهيسې پياوړي کارونه او د کرونا وبا د وقایې او کنټرول چارې يې ترسره کړي او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې تنظيم کړی دی.

يادې غونډې د روان کال په پيل کې د چين عمومي اقتصاد ثابت بللی او ويلي يې دي، چې چين د بېجينګ اولمپيک او د پاراولمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب تر سره کړې دي.

په غونډه کې پر دې ټينګار شوی، چې کرونا وبا بايد کنټرول شي او اقتصاد بايد په ثابته توګه پرمختګ وکړي او دا يې د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې مهمه غوښتنه بللې ده.

په غونډه کې دا هم ويل شوي، چې له اقتصادي پرمختګ سره بايد د عمومي تګلارو د تنظيم چارې هم پياوړي شي، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د اټکلي کلني هدف د عملي کولو لپاره بايد هڅې وشي او په معقوله فضا کې باید د اقتصاد د پرمختګ اندازه وساتل شي.

په يادې غونډه کې ويل شوي، چې د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د استعداد لرونکو کسانو د روزنې پلان جوړول د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې يو مهم کار دی او د څوارلسم پنځه کلن پلان يوه مهمه برخه ده او چين بايد په نړيواله کچه د استعداد لرونکو کسانو مرکز او د نوښت ډګر اباد کړي.