د جنوبي ارام سمندر پر سر د چا اروا ګرځي؟
CMG2022/04/29 14:51:40
شريکول:

 

د بریتانیا ګارډن ورځپاڼې په یوې لیکنې کې پر امریکا او استرالیا نیوکه کړې، چې د چین او سلیمان ټاپوګانو ترمنځ د امنیتي همکاريو چوکاټي تړون د لاسلیک په اړه يې ډېر سخت غبرګون ښودلی، خو دا بیا په نظر کې نیسي، چې د جنوبي ارام سمندر دپاسه هوا کې د چا اروا ګرځي؟

ګارډن په دغې ليکنې کې وايي، چې د جنوبي ارام سمندر دپاسه چين نه، بلکې د لویديځ اروا ګرځي.

امریکې او استرالیا په دې وروستیو کې د چین او سلیمان ټاپوګانو ترمنځ د عادي همکاريو د ویجاړولو لپاره یو لړ ويجاړونکې کړنې ترسره کړې دي.

استراليا څو ځلې سلیمان ټاپوګانو ته لوړپوړي چارواکي ليږلي دي او د امریکا د ملي امنیت شورا د هند او ارام سمندر همغږي کوونکي کورټ کمبیل سليمان ټاپوګانو څخه د لیدنې په وخت کې پر چارواکو يې فشارونه اچولي او د چین او سلیمان ټاپوګانو پر عادي همکاريو يې بې ځایه تورونه لګولي دي.

سلیمان ټاپوګان خپلواک دی او د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د ټولنیز نظام، د وګړیو د سر او مال خوندیتوب او د بشر دوستۍ مرستو د ساتلو او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مقابلې په شمول ځينو برخو کې له چین سره عادي همکارۍ لري، خو پوښتنه دا ده، چې دغه همکارۍ د امریکې او استرالیا له دومره سخت غبرګون سره ولې مخ شوې دي؟

ځواب يې اسان دی، امریکا او استرالیا د سلیمان ټاپوګانو په شمول د ارام سمندر نور ټاپوګان خپلواک هېوادونه نه بولي، بلکې د خپلو انګړونو برخې يې ګڼي.

امريکا او استراليا دا فکر لري، که ياد ټاپوګان له کوم هيواد سره راشه درشه او همکارۍ غواړي، نو بايد د دوی اجازه ترلاسه کړي.

  امريکا او استراليا د استعمار او زورواکۍ نظریې لري، خو دوی باید دا ګمان کوي، چې ولې يې ویجاړونکې کړنې د چین او سلیمان ټاپوګانو په شمول د ارام سمندر د نورو ټاپوګانو ترمنځ د همکاريو مخه نه شي نيولی؟ 

چین له دغو هېوادونو سره د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ لري، دغه همکارۍ يې له سیاسي شرایطو پرته روانې دي او د ځايي وګړیو د ژوند سویې د لوړولو لپاره ګټورې دي.

چين د کرونا وبا د رامنځته کېدو په درشل کې له دغو ټاپوګانو سره فعالې مرستې کړي دي.

سلیمان ټاپوګان د ارام سمندر لومړی هېواد دی، چې د تېر کال په مۍ کې يې خپلو ټولو وګړو ته د کرونا وبا ضد چیني واکسین ورکړی دی، خو امریکې او استرالیا د ارام سمندر د ټاپوګانو د پرمختګ غوښتنې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او دغه هېوادونه يې د سیمې سیاسي وسلې بللې دي.

سلیمان ستوري ورځپاڼې په يوې ليکنې کې سلیمان ټاپوګانو ته د کمبیل سفر سخت غندلی او ویلي یې دي، چې د امریکې لوړپوړو چارواکو تېرو ۸۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې سلیمان ټاپوګانو ته يې سفر کړی، خو بیا يې هم موخه دا ده، چې پر دغه هېواد فشارونه واچوي، څو له چین سره همکاريز تړون پرېږدي.

د استرالیا د ډيالوګ ويبسايټ کې په خپل تحليل کې ويلي، چې د سلیمان ټاپوګانو ۱۳ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند تېروي او یوازې ۷۰ سلنه خلک يې بیا برېښنا ته لاسرسی لري.

ياد تحليل وايي، چې د سلیمان ټاپوګانو چارواکي ډاډه دي، چې چین به د استرالیا پر ځای د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ورسره اغېزمنې مرستې وکړي

امریکې، بریتانیا او استراليا په وروستیو کلونو کې تش په نوم درې اړخيزې امنیتي همکاریزې اړيکې ټينګې کړي او د ذروي اوبتل او د هیپرسونیک (Hypersonic weapons) وسلو په شمول یو شمېر حساسې پوځي همکارۍ يې کړې دي.

د يادو درې واړو هيوادونو د دغې کړنې له امله به د دې سیمې هېوادونه  يو ځل بیا د ډله ييز سیاست او نظامي چارو د مقاومت قربانیان وي.

امریکا او استرالیا باید د سلیمان ټاپوګانو په شمول د ارام سمندر د نورو هېوادونو حاکمیت او ګټو ته درناوی ولري او هغه اروا چې د سیمې سوله ویجاړوي، باید ډېر ژر له جنوبي ارام سمندر څخه کډه وکړي.