په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازی: چين د منځنيو او کوچنيو هېوادونو صميمي ملګری دی
CMG2022/04/29 14:50:11
شريکول:

ملګرو ملتونو د اپريل په ۲۸مه نېټه د کوچنيو هېوادونو، څو اړخيزم او نړيوالو قوانينو په اړه لوړ پوړې غونډه تر سره کړې ده.

په دغه سازمان کې د چين دايمي استازي جانګ جون په خپله وينا کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ په وروستيو ورځو کې د ګردې نړۍ د امنيت پيشنهاد او د سولې او د امنيت پر وړاندې د شته ننګونو د حل لايحه وړاندې کړې ده.

نوموړي په يادې غونډې کې ويلي، چې نړۍ بايد د اوسنيو ننګونو پر وړاندې رښتينی څو اړخيزم عملي او د لويو او کوچنيو هېوادونو تر منځ پر مساويو اړيکو دې ټينګار وکړي او د نړيوالو قوانينو ضمانت او يووالی دې وساتي.

جانګ جون زياته کړه، چې چين د منځنيو او کوچنيو هېوادونو صميمي ملګری او تل يې تر څنګ ولاړ دی.

ملګري ملتونه ۱۹۳ غړي هيوادونه لري، چې اکثريت يې کوچني دي او د دوی غږ بايد واورېدل شي او غوښتنو ته يې باید په درنه سترګه وکتل شي.