چيني ستورمزلي په فضا کې کوم ډول خواړه خوري؟
CMG2022/04/29 15:30:23
شريکول:

چيني ستورمزلي په فضا کې کوم ډول خواړه خوري؟

د چين د شن جو د ۱۳ نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلو څه موده دمخه په فضا کې خپله ۶ مياشتنۍ دنده پای ته ورسوله.

دوی په فضا کې کوم ډول خواړه خوړل؟

د چين په فضايي سټېشن کې څه باندې ۱۲۰ ډوله فضايي خواړه شتون لري، چې په دې جمله کې ډېری يې چيني ځانګړي خواړه دي او د دې ترڅنګ ستورمزلي په خپله خوښه هم خواړه انتخابولی شي.

ستورمزلی يي ګوانګ فو د چين د سه چوانګ ولايت دی او ترخه خواړه ډېر خوښوي او ستورمزلې وانګ يا پينګ بيا په شان دونګ ولايت کې زيږېدلې، دا سيمه سمندر ته نژدې ده، نو هغه سمندري خواړه ډېر خوښوي.

د شن جو ۱۳نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلي د جياو ځه په نوم چيني خواړه خوري.

ستورمزلي په فضا کې نه يوازې ياد خواړه خوري، بلکې ډول ډول خواړه، چای، جوس، ښوروا او مستې هم خوړلی شي.

د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې د چين لومړي ستورمزلي په فضا کې د مونکېک (د چين د سپوږمۍ اختر لپاره ځانګړی خواړه) د خوړلو پر مهال.

دا ډېره مهمه ده، چې په فضا کې د خواړو وزن لږ، اندازه يې کوچنۍ او په اسانۍ بدن کې  جذبيږي، نوځکه ټول فضايي خواړه په ويکيوم(vacuum) کې بسته کيږي.