د ترکیې او روسیې مشرانو یو ځل بیا د اوکراین پر وضعیت ټلیفوني خبرې کړي
CMG2022/04/29 10:30:00
شريکول:

 د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل په ۲۸مه نېټه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتين سره یو ځل بیا ټليفوني خبرې کړي او د اوکراین وضعیت په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله ورسره غږيدلی دی.

   پوتين په خپلو خبرو کې له ترکیې څخه مننه کړې، چې د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه يې له امریکا سره د بندیانو په تبادلې کې له روسیې سره مرسته کړې ده.

 اردوغان د ترکیې ياده کړنه د روسیې او اوکراین د کړکیچ د پای ته رسېدو لپاره ګټوره بللې او هيله يې ښودلې، چې روسيه او اوکراين د استانبول په خبرو اترو کې تر لاسه شوی بریالیتوبونه وساتي او د همغږۍ لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

دواړو مشرانو موافقه کړې، چې د اوکراین د بشري حالاتو په اړه به پر له پسې مشورې وکړي. (هیله)