بايډن به له کوريا جمهوريت او جاپان څخه ليدنه وکړي
CMG2022/04/29 11:08:04
شريکول:

د امریکا ولسمشر جو بايډن به په مۍ مياشت کې له کوريا جمهوريت او جاپان څخه ليدنه وکړي او تش په نوم د څلورو هېوادونو ګروپ له مشرانو سره به خبرې اترې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۸مه نېټه په دې اړه وويل، چې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ او سيمه ييز وړانديزونه بايد د خلکو له هيلو سره سمون ولري، د سيمه ييزې سولې،‌ ثبات او سمسورتيا لپاره بايد ګټور وي او د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ‌ متقابل اعتماد او همکاريو ته باید زيان ونه رسوي.

د تش په نوم د څلورو هېوادونو ګروپ د عصر له تمايل څخه سرغړونه کوي او د خلکو زړونه به خپل نه کړي.