د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د اپریل په ۲۸مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د همدې ورځې په ماښام مزار شریف ښار کې دوې چاودنې شوې دي.
اصف وزیري سينهوا اژانس ته ويلي، چې لومړۍ چاودنه د مراز شریف په ۳مې ناحيې کې په يوه ټونس ډوله موټر کې شوې او له يادې چاودنې شاوخوا لس دقيقې وروسته د ښار په ۱۰ مې حوزې کې بله چاودنه شوې ده.
يادو دواړو چاودنو ۹ کسان وژلي او ۱۳ يې نور ټپيان کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو پړه پرغاړه نه ده اخيستې.
په روانه میاشت کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بریدونه شوي او نږدې سلو تنو ته يې مرګژوبله اړولې ده. (هیله)