د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اپرېل په ۲۸مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د امريکا د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۴.۱ سلنه راټيټ شوی دی، کوم چې د ۲۰۲۰م کال له دوهمې ربع راهيسې د دغه رقم لومړی ټيټوالی بلل کېږي.
د يادې شمېرې سره سم، د امريکا له اقتصادي ضعيفېدو څخه څرګندېږي، چې د امريکا خصوصي پانګونې کمزورې دي، د صادراتو ارزښت کم شوی او د فډرالي او ايالتي حکومتونو لګښتونه ټيټ شوي دي. د دې تر څنګ، په اومیکرون د اخته شويو امريکايانو يو ځل بيا ډېر زيات شوی او په نتيجه کې د امريکا په ځينو برخو کې سوداګریزې چارې یو ځل بیا محدودې شوي. (خبرياله: شکريه)