چين: امريکا بايد د بيولوژيکي او کيمياوي کړکېچ د جوړونکي هېواد په توګه خپل بيولوژيکي فعالیتونه روښانه کړي
CMG2022/04/29 10:42:01
شريکول:

روسيې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بيولوژيکي امنیت په غونډه کې په اوکراین او د نړۍ په نورو هيوادونو کې د امریکا د بيولوژيکي پوځي فعالیتونو په اړه اړوند اسناد وړاندې کړل او پر امريکا يې پړه واچوله، چې د بیولوژیکي وسلو د ممنوعيت له تړون څخه يې سرغړونه کړې ده.

 د روسیې دغو اسنادو ته امريکا نه یوازې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې د چین، روسیې او نورو هیوادونو لخوا د بیولوژیکي وسلو د ممنوعيت تړون پلي کول يې تر پوښتنې لاندې راوستلې دي.

د چين د ملي دفاع وزارت وياند تان که فې د مۍ په ۲۸مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين باور لري، چې د امريکا بيولوژيکي وسلې ډله ييزې وژونکې وسلې دي او نړۍ ته بايد خپلې کړنې روښانه کړي.

 تان که فې پر دې ټينګار کړی، چې چين په جدي ډول د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون مراعت کوي او د بيولوژيکي وسلو په شمول د ټولو ډله ييزو وژونکو وسلو د له منځه وړلو ملاتړ کوي.

نوموړي وويل، چې چين د بيولوژيکي وسلو له جوړولو، لرلو او استفادې سره ټينګ مخالفت کوي. (خبرياله: شکريه)