د چين د سوداګريز چاپيريال په اړه د چيني او بهرنيو تصديو ارزونه د لوړېدو تمايل ښيي
CMG2022/04/30 13:24:22
شريکول:

د چين د سوداګرۍ د ودې ټولنې د اپريل په ۲۹مه نېټه په ۲۰۲۱م کال کې د چين د سوداګريز چاپيريال څېړنيز راپور خپور کړی، چې له مخې يې د چين د سوداګريز چاپيريال په اړه د چيني او بهرنيو تصديو ارزونه کال په کال لوړه شوې ده.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين د سوداګريز چاپيريال په اړه د سروې د برخوالو تصديو د ارزونې نمره ۴.۳۸ ښيي، چې دا رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله لوړه شوې ده. د چين په ختيځ کې پرتو تصديو، د چيني او بهرنيو پانګونو ګډو تصديو او د عنعنوي توليدي چارو تصديو د دغه هېواد د سوداګريز چاپيريال لوړه ارزونه کړې.

د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې وياند يو يي د دغه راپور د خپرېدو په اړه په خبري ناسته کې وويل، چې د سوداګريز چاپيريال د ارزونې په سيستم کې د بنسټيزو تاسيساتو، تګلارو، ټولنيز اعتبار، عادلانه سيالۍ، پولي خدمتونو او ټکنالوژيک نوښت په شمول ۱۲ مهمې برخې شاملې دي.