د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په دېرشمه نېټه د قرغېزستان د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه د کلوبايف د ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
وانګ يي په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او قرغېزستان ښه ګاونډي هېوادونه دي او يو د بل هراړخيز ستراتيژيک ملګري دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ له تېرو دېرشو کلونو راهيسې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې لا ټينګې شوي، د د دواړو خواوو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ تګ راتګ پياوړی شوی، خپلمنځی سياسي اعتماد کلک شوی او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې لاسته راوړنې زياتې شوي دي.
وانګ يي په خپل پيغام کې هيله ښودلې، چې له کلبوبايف سره به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې عملي کړي او د چين او قرغېزستان ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته پراختیا ورکړي.