د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين او اروپا سوداګري ډېره لوړه شوې
CMG2022/04/30 12:00:05
شريکول:

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۰۵.۸۷ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲ سلنه  زیاتوالی ښیي.  راپورونه وایي، چې د چين او اروپا د پانګونې تړون کنګل کېدل په چين کې د پانګونې لپاره د اروپايي ټولنې د شرکتونو پر لېوالتيا نه ده اغېزمنه کړې او د دواړو خواوو شرکتونه د دغه تړون رسمي لاسليک ته سترګې په لار دي.  

د روان کال له پيل راهيسې د چين او اروپا اقتصادي او سوداګريزې چارې د پام وړ دي. د پانګونې پر همکارۍ سربېره د چين او اروپا سوداګري هم پياوړې ده. له شمېرنې سره سم، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې اروپايي ټولنه له اسيان څخه مخکې شوې، چې د چين لومړی لوی سوداګريز همکار شو. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د چین صادراتي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ اعشاريه ۳ سلنه زياته شوې، چې د دوی په منځ کې، جرمني او فرانسې ته د چین صادراتي اندازه ۱۷ سلنه زياته شوې او ایټالیا ته د چين صادراتي اندازه حتی ۳۷ اعشاريه ۶ سلنه ډېره شوې ده. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ دې  ته په اشارې  وويل، چې د روښانه شمېرو تر شا د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ پراخې ګډې ګټې او د همکارۍ ژور بنسټ دید روان کال په لومړۍ ربعه کې د میخانیکي او برېښنایي توليداتو، سپکو صنعتي توکو او لوړو تخنیکو توليداتو  په برخو کې د چين او اروپا ترمنځ سوداګريزو اندازو په جلا جلا توګه ۱۰ سلنه، ۱۹ سلنه او  ۳۱سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د چین او اروپا ترمنځ د پانګونې د تړون په اړه خبرې اترې د ۲۰۲۰م کال په پای کې بشپړې شوې او ورپسې د تړون د متن د بیاکتنې مرحله پيل شوې، خو دغه تړون په ۲۰۲۱م کال کې د اروپا لخوا کنګل شوی دی. د چين د نړيوالې سوداګرۍ د ودې ټولنې د اپریل په ۲۹مه نېټه د چين او اروپا د هراړخيزې پانګونې تړون د تطبيق د امکاناتو په اړه څيړنيز راپور خپور کړ، چې له مخې يې په مرکو کې ۷۴ سلنه چيني شرکتونه او د اروپايي ټولنې ۶۷ سلنه شرکتونه باور لري، چې د ياد تړون نافذ کېدل به د خپلو هېوادونو د توليدي صنايعو د پرمختګ لپاره ګټور وي او په مرکو کې د چين او اروپايي ټولنې نژدې نيمايي شرکتونه په دې باور دي، چې د دغه تړون نافذ کېدل به د کورنيو خدمتي چارو ته ګټه ورسوي.

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د ودې ټولنې وياند او د دفتر مدير يو يي وويل، د سروې د پايلو له مخې، مرکه شوي شرکتونه د چين او اروپا د پانګونې د تړون رسمي لاسليک ته ډېرې تمې لري. دوی باور لري، چې د دغه تړون عملي کېدل به د چين او اروپا دوه اړخيزې پانګونې ته ګټې ورسوي او فرصتونه به له ننګونو څخه زيات وي. برسېره پر دې، دوی باور لري، چې که چېرې دغه تړون لاسليک شي او په نږدې راتلونکي کې عملي شي، نو دا به د چين او اروپا ترمنځ د سوداګيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره لا زيات خوځنده ځواک برابر کړي.

د کرونا وبا په وړاندې، نړیوال اقتصادي بیا رغونه ورو شوې ده. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ مخکې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو پياوړتيا د چين او اروپايي ټولنې او همدارنګه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ګټوره ده. چين غواړي له اروپا سره په ګډه د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د سالم پرمختګ لپاره نوی او خوځنده ځواک برابر کړي.