څه موده مخکې امريکا د ۲۰۲۱م کال د بېلا بېلو هېوادونو د بشري حقونو راپور خپور کړ ، چې ډېرو هېوادونو یې ورسره سخت مخالفت وکړ او ویې غانده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۹مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د خپل تسلط او زور د ګټو د ساتنې لپاره په پراخه او سخته توګه بشري حقونو ته سیاسي رنګ ورکوي او د بشري حقونو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ په لار کې خنډونه اچوي.
جاو لي جيان وويل، چې امريکا په ياد راپور کې له خپل ځان نه پرته د نړۍ د ۱۹۸ هېوادونو د بشري حقونو د حالت په اړه بې بنسټه نظريې څرګندې کړي. امريکايي حکومت بايد سمدلاسه د بېلابېلو هېوادونو د بشري حقونو د حالت د دغسې راپور له جوړولو څخه لاسه واخلي او د خپلو بشري حقونو حالت دې په سمه توګه وګوري او اصلاح دې یې کړي.