د کابل ښار په ۶مه حوزه کې د چاودنې له امله ۱۰ تنه مړه شوي
CMG2022/04/30 13:44:28
شريکول:

په ځايي وخت د اپريل د ۲۹مې نېټې په ماسپښين، د افغانستان د پلازمېنې کابل د ۶مې حوزې د يو مسجد مخ ته چاودنه وشوه.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وويل، چې تر اوسه پورې د يادې چاودنې له امله ۱۰ تنه وژل شوي او نور څه باندې ۲۰ تنه ټپيان شوي دي. اکثره  مرګژوبله هغو کسانو ته اوښتې، چې د لمونځ لپاره دغه مسجد ته تللي  وو.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د يادې چاودنې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.