چين: د کراچۍ پوهنتون د ترهګريز بريد په اړه د امنيت شورا بیان، د بېلابېلو هېوادونو ګډ اواز دی
CMG2022/04/30 13:46:04
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر موټر ترهګريز بريد وغانده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۹مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه وويل، چې د امنيت شورا په هغه وينا کې دا ښودل شوي، چې نړيوالې ټولنې دغه ترهګريز بريد سخت وغانده او د مړو شويو چينايانو او پاکستانيانو په اړه يې همدردي او تسليت څرګند کړ. 

د خبرونو له مخې، د اپريل په ۲۸مه نېټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوه اعلاميه خپره  کړه، چې د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي پر موټر ترهګريز بريد يې په کلکو ټکو  وغانده او د مړو شویو وګړوخپلوانو او د چین او پاکستان حکومتونو ته یې همدردي او تسليت  څرګند کړ. دغه راز په اعلامیه کې راغلي، چې چې د دې ترهګريز بريد مسئولين بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي او بېلا بېل هېوادونه باید د چين او پاکستان له حکومتونو سره همکاري تر سره کړي.